IQNA

امریکایان دې پخپل هیوادکې د انفلوآنزا د زرګونووژلوپه فکرکې شي

0:43 - February 27, 2020
د خبر لمبر: 3482836
تهران (ایکنا) - ډاکټر روحاني روښانه کړې امریکایان او د ایران دښمنانو په تیرو دوو کلونو کې ، په خپل بندیزو او پروپيګنډو سره تل غوښتي،په ایران کې ا قتصادي فعالیتونه او تولید ودروي ،خو دولس په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې کړائ شوي دي .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن دحکومت د کابینې د غړو په غونډې کې دایران په داخلی چارو کې د امریکائي چارواکو د لاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ،امریکایان دې د خپلو هغو زرګونو ښاریزو د وژلو په فکر کې شي ، چې د انفلوآنزا له امله ئې ژوند له لاسه ورکړی دی .
حسن روحاني په دې خبرې په ټينګار سره چې کرونا وایروس، په هیواد کې د کار او تولید د چټي کولو لپاره باید د دښمانو په وسلې بدل نشي. زیاته کړې ، احصائې ښئ په وروستیو کلونو کې په تیره بیا په امریکا کې په آنفلوآنزا دککړتیا په دلیل له دولس زرو تر یو لک کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
ډاکټر روحاني روښانه کړې امریکایان او د ایران دښمنانو په تیرو دوو کلونو کې ، په خپل بندیزو او پروپيګنډو سره تل غوښتي،په ایران کې ا قتصادي فعالیتونه او تولید ودروي ،خو دولس په هوښیارۍ سره دغه دسیسې شنډې کړائ شوي دي .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولوسره چې ایران له کرونا وایرس سره دمقابلې لپاره لازم تمهیدات اوتدبیرونه سنجولي دي،ووئیل،کرونا ویروس به د ایران د ملت او حکومت په ملګرتیا او غږملتیا سره له مینځه لاړ شي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په یولړ بې شرمو څرګندونو کې مدعي شوی ،امریکا په دې اندیښمنه ده چې ایران ممکنه ده د کرونا ویروس دخوریدا په باب ځیني خبرې پټې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي ، چې نیوزویک خپرونې د کرونا ویروس دخپریدا د مخنیوي لپاره د ایران هڅې ته په اشارې سره منلې ده چې د امریکا بندیزونه په دغه بهیر کې د خار پار اچولو او ددغو هلو ځلو لپاره خنډ شوي دي .

تهران پښتو راډیو

captcha