IQNA

په واشنګټن کې د کرونا په وجه په لسګونو ښونځي وتړل شول

16:21 - March 03, 2020
د خبر لمبر: 3482856
تهران(ایکنا) - په امریکا کی د کرونا د قربانیانو شمیر هم شپږو ته زیات شوې دې .

د امریکا سی این این خبري چینل نن راپور ورکړ په امریکا کی د کرونا د ویروس د خپریداپه یوې اصلی سیمې د واشنګټن  صوبې په بدلیدا سره په دغه صوبه کی په لسګونو ښونځي وتړل شول . امریکایی چارواکو ویلی دي د وروستیو شمیرنو په اساس په دغه هیواد کی په کرونا د اخته کسانو شمیر سلو ته زیات شوې دې . په امریکا کی د کرونا د قربانیانو شمیر هم شپږو ته زیات شوې دې .

په امریکا کی د کرونا ویروس د خپریدا په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د کړچار په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي . ټرمپ  امریکایی رسندوې د ویرې په رامینځته کولو ترونې کړي دي .
تهران پښتو راډیو

captcha