IQNA

اشرف غني او عبدا... جلا جلا لوړه وکړه

16:53 - March 09, 2020
د خبر لمبر: 3482873
تهران (ایکنا) - افغان ولسمشر نن د څلور زره شاهدانو او د ۳۵ هیوادونو د سفیرانو په منځ کې لوړه وکړه
د افغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړی او قاضي القضات یوسف حلیم ورته سوګند ورکړ.
همدا راز ولسمشر خپلو دوه مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته د هیواد د وفادارۍ سوګندونه ورکړل او په لومړي فرمان کې یې ښاغلی یوسف غضنفر د اقتصادي، سوداګریزه پراختیا او فقر سره د مبارزې په برخه کې خپل خاص استازی استازی وټاکه.
افغان ولسمشر نن د څلور زره شاهدانو او د ۳۵ هیوادونو د سفیرانو په منځ کې لوړه وکړه.
بلخوا عبدالله عبدالله هم چې ځان یې د همه شموله دولت مشر اعلان کړی له مولوي شهزاده شاهد څخه لوړه واخیسته او د تکبیر په چغو کې یې غونډه پای ته ورسوله.
تهران پښتو راډیو
captcha