له البوابة نیوز څخه په نقل، دا سمینار د الازهر پوهنتون د اسلامي اقتصاد مرکز «صالح کامل» په کنفرانسونو انګړ کښې ترسره کېږي او د الازهر د بیلابیلو پوهنځو استادان به په دغه سمینار کښې ګډون کوي.
د الازهر د پوهنتون د مشر ځای ناستی او د دغې پوهنتون د طب پوهنځي مشر محمود صدیق څرګنده کړه: سمینار نن د الازهر د پوهنتون مشر محمد المرصاوي د څارنې لاندې ترسره کېږي او د میکروبیولوژی او د الازهر د طب پوهنځي ایمونولوژی پوهاند احمد عثمان الکفراوي، به په دغه سمینار کښې د کورونا ویروس په اړه وینا کوي.
هغه زیاته کړه: د الازهر د طب پوهنځي د نبض د ناروغیو د څانګې مشر محمد صدقي، هم د کورونا د ناروغیو د نښو او علائمو په اړه وینا کوي او د دغې پوهنځي د عمومي روغتیا څانګې مشر اسامه فاخر به د دې نارغیو مخنیوی په اړه توضیحات وړاندې کوي.