له عربي ۲۱ خبري آژانس څخه په نقل، د فتوا او څیړنې اروپایي شورا مشر حسین حلاوه څرګنده کړه: د جومات متولیان که پوه شي چې لمونځ کوونکې د کورونا ویروس خپرونکي دي نو دوی باید جوماتونه په مخنیوي اقداماتو بند کړي.
حلاوه ټینګار وکړ چې اسلام یو فقه لري چې خلک د ځان څخه حفاظت کولو ته هڅه وي او د شریعت له اهدافو یو د کس له ځان څخه ملاتړ دی. هغه زیاته کړه: اسلام په مخنیوي کښې یوه مخینه لري او د روغتیا له لارښوونو څخه تعقیب ضروري دی او په داسې حال کښې چې ناروغی نورو ته منتقل کېږي باید د هغې د مخنیوي لپاره له نورو څخه ځان وساتو.
د فتوا او څیړنې اروپایي شورا مشر د پیغمبر صلی الله علیه و آله یو روایت ته په اشارې سره وویل دا د پیغمبر سنت دی چې فرمایې: کوم کس چې پیاز او اوګه خوړلې وي جومات ته نږدې نشي. دا په نښه کوي چې پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله نورو خلکو ته اذیت نه ورکولو باندې ټینګار لرلو او ناروغه کس نه باید د جماعت لمانځه لیوالتیا له سببه نورو ته د ناروغی رسونکی شي.
ټیک ده چې حنبلیان جماعت لمونځ واجب ګڼي او نورو ټول عالمان هغه سنت موکد ګڼي، خو په داسې حال کښې چې نورو ته ضرر رسیږي باید په جومات کښې د لمونځ ضرورت ساقط شي. پیغمبر صلی الله علیه و آله به د باران په وخت خلکو ته په کور کښې د لمونځ کولو سپارښتنه کوله او د جمعې لمونځ هم د سفر او ناروغی په وخت کښې ساقط کېږي او کولی شو چې په کور کښې ادا کړو.
دا په داسې حال کښې دي چې د عراق مفتي مهدی صمیدعی په یوه بیانیه کښې د کورونا له سببه د جوماتونو بندولو سره مخالفت کړی دی او ویلې دي: ټول باید جومات ته لاړ شو او له دې بلا څخه د نجات لپاره دعا وکړو او د دې ناروغی علاج وضو او استغفار دی.
عمره او حج
د فتوا او څیړنې اروپایي شورا مشر په داسې حالاتو کښې د حج او عمره په اړه وویل: حج د کس توان سره تړون لري او ترکومه چې هغه ناروغه وي او حج نشي ادا کولی نو دغه کس تر هغه وخته چې روغ شي له دغه فریضې معذور دی.
حلاوه دې ته په اشارې سره چې په نړۍ کښې ډېر خلک د کورونا ناروغی یو بل ته د انتقال ورکونکي دي، وویل: په طواف کښې ترټولو بوخت ځای د حجرالاسود شاوخوا ځای دی او ممکنه ده یو کس په خلکو کښې د دغه ناروغی د خپرولو سبب وګرځي.
ټولنیزه اړیکې
حسن حلاوه د کورونا د ناروغی تر نابوده کېدو پورې له غنډو څخه د ډډې کولو غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه: اړیکې نیول ستونزه نه لري مګر دا چې کس په دغه ناروغی کښې بوخت وي او احساس یې وکړي چې بیا باید له ټولنیزه اړیکو څخه ځان وساتې او نورو ته د آزار رسولو سبب نشي.
هغه په دوام کښې د روغتیا سپارښتنو لکه لاس ورکول چې د دې ناروغی د خپریدو ملاتړ کوي سره مخالفت وکړ او وې ویل: له دې مخکې د فتوا او څیړنې اروپایي شورا د کورونا د خپریدو له سببه په جوماتونو کښې د جماعت او جمعې لمونځ نه کول جایز ګڼلي.
دې شورا د شیخ حلاوه په څارنه کښې یوه بیانیه کې وویل: اسلام د روغتیا سپارښتنو باندې عمل او د ناروغی د مخنیوي لپاره د علاج په توګه قرنطینه کولو او داسې نورو کارونو څخه ملاتړ کوي.
3884061