IQNA

سید مقتدی صدر

ټرمپ د امریکا د مخالفینو ترمنځ کرونا ویروس خپور کړ

20:40 - March 11, 2020
د خبر لمبر: 3482884
تهران(ایکنا) - د عراق د صدر جریان مشر، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر یې د کورونا د ویروس د خپریدو عامل وګڼلو، وویل: "ټرمپ او د هغه غوندې کسان چې نړۍ یې له جګړې، نښتو او فقر څخه ډکه کړې نن د درملنې ادعا کوي."

له عربي ۲۱ څخه په نقل، د عراق د صدر جریان مشر، سید مقتدی صدر نن د چهارشنبه په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې د ټرمپ له اړخه د هغه د کورونا ویروس سره د مقابلې د ادعا په اړه غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې ټرامپ نن ځان د نړیوال درملنې په توګه معرفي کوي، دا په داسې حال کښې دي چې هغه او د هغه غوندې کسان د دې ویروس د خپریدو عامل دي، په دې سره پام ته چې په نړۍ کښې په دغه ناروغۍ ککړ کسان د هغه له مخالفینو څخه دي.
د عراق د صدر جریان مشر په خپل غبرګون کښې د ټرامپ د ادعا په اړه چې له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره یې لوې کارونه کړي، وویل: تاسو نن په داسې حال کښې د درملنې دا ادعا کوی چې د کورونا ویروس د ستاستو د غلطو سیاستونو له کبله دومره خپور شوی دی.
هغه ټرامپ ته وویل: مونږ هیڅ یو درملنه چې ستا لخوا وي نه غواړو، مونږ په خپل خدای توکل کوو، ته یواځي د الله دښمن نه یې، بلکې د نړۍ د ملتونو دښمن یې.
3884833

captcha