له المدي خبري آژانس څخه په نقل، واتیکان پرون، په سیلیانانو د سپیځلي میدان پیترو او جامع کلیسا بندیدو خبر ورکړ او دا بندیز به د ۲۰۲۰ کال تر دریم اپریل پورې دوام لري.
د واتیکان د خبر پر اساس دا اقدام د کورونا ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي لپاره ترسره شوی دی او په ایتالیا کښې ترسره شوي محدودیتونو ترپایې پورې به دا هم دوام ولري.
ایتالیا په اروپا کښې تر ټولو زیات قربیانیان ثبت کړي او د دغه ناروغی د مخنیوي لپاره په دغه هیواد کښې د سیل ځایونه، عمومي ځایونه او ښارونه قرنطینه شوي دي.