IQNA

په افغانستان کې د یوناما مشر خارجه وزارت ته احضار شو

11:26 - March 14, 2020
د خبر لمبر: 3482890
تهران(ایکنا) -د افغانستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، ولسمشر تر لوړې وروسته پخپله وینا کې وئيلی چې یو داسې حکومت به جوړوي چې ټولو خواوو ته پکې ځآی ورکړل شوی وي .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  په افغانستان کې  د او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یونامام مشر تادامیچی یاماموتو په دې علت له  ډاکټر عبدا...سره ئې د ملی حکومت د جوړیړا په اړه لیده کاته کړي ،ددغه هیواد خارجه وزارت ته احضار شوی او ورته احتجاج شوی دی .

د افغانستان سرپرست خارجه وزارت سرپرست چخانسوري  له یاماموتو سره په دغې اعتراضیه کتنې کې په ډاګه کړې،  د ولسمشرۍ ټاکنو پروسه پاي ته رسیدلي او د افغانستان د اساسي قانون له مخې  محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شوی او لوړه ئې کړې ده.

د افغانستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، ولسمشر تر لوړې وروسته پخپله وینا کې وئيلی  چې  یو  داسې حکومت به جوړوي چې ټولو خواوو ته پکې ځآی ورکړل شوی وي .

چخانسوري ویلي، دافغانستان د کورني سیاست اړوندو موضوعګانو په اړه د بل چا  بحثونه د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو مقرراتو  پر ضد دی.

په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي  د یوناما مشر یاماموتو هم وئيلي دي ، ملګري ملتونه په افغانستان کې د هیڅ ډول متوازي حکومت ملاتړ نه  کوي او نه ئې هم  په رسمیت پیژني اود افغانستان  د سیاست په اړه نړیوال اصول رعایتوي او د لوړې د مراسمو پر مهال یې ولسمشر غني سره ولیدل.

وئيل کیږي ،یاماموتو چخانسوري ته د ملګرو ملتو د سرمنشي د مبارکۍ لیک هم سپارلی.

parstoday.com

captcha