امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د عراق په صلاح الدین ولایت کې په التاجي پوځي مرکز د تیرې پنجشنبې ورځې حمله د دغه هیواد د الحشد الشعبی او مقاومت د ولسی ځواکونو په ضد دحملې پلمه ګرځولې او مدعي شوي چې دغه حمله د الحشد الشعبي ډلې مبارزانو کړې ده،خو په دې باب ئې هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.
د امریکا جنګي الوتکو په تیرو درو ورځو کې څو ځله دعراق د مقاومت او الحشد الشعبي مبارز ځواک مرکزونه بمباري کړي چې دغه تیري د عراقیانو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوي دي .
امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د عراق په صلاح الدین ولایت کې په التاجي پوځي مرکز د تیرې پنجشنبې ورځې حمله د دغه هیواد د الحشد الشعبی او مقاومت د ولسی ځواکونو په ضد دحملې پلمه ګرځولې او مدعي شوي چې دغه حمله د الحشد الشعبي ډلې مبارزانو کړې ده،خو په دې باب ئې هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.
د عراق د ګډو عملیاتو قوماندانۍ ټينګار کړی دی ، یوه داسې پلمه چې دغه تیري د التاجي پوځي مرکز په ضد دحملې په ځواب کې وه،یوه دروغجنه پلمه ده .دعراق په پارلیمان کې د قانون دحکومت ائيتلاف استازې عالیه نصیف هم ټينګار کړی،چې د امریکا د استخباراتي ادارې سی آئي اې عوامل او دهغوي تالي څټي په التاجي پوځي مرکز له مخکې په پلان شوي حملې سره،د الحشد الشعبي او مقاومت ځواکونو پر مرکزونو د حملو لپاره په لاسوند پسې وو.هغې ټينګار کړی،هر هغه څوک چې په التاجي پوځي کیمپ د توغندیو د باران واقعیّت وارزوي،نو دهغه لپاره روښانه کیږي ، چې دغه عملیات جعلي دي او هغه لوری چې دغه حمله ئې کړې ، له سي ائي اې سره اړونده او د تالی څټي امنیتی شرکت ورانکار دي .
داسې ښکاري،چې امریکا له دغو دروغجنو تبلیغاتو او حملو څخه دوې مهمې موخې تعقیبوي . لومړۍ دا چې،دعراق لپاره د ترهه ګرو ډلو ګواښ بیا رابرسیره کړي،ددغه ګواښ احیاء کیدا،په عراق کې د امریکائي پوځیانو د شتون د دوام لپاره زمینه برابروي .
دوهمه دا چې،په دغو حملو سره په عراق کې د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک اودمقاومت ډلو مبارزانو د کمزوري کولو زمینه برابره کړي . په حقیقت کې امریکایان،دعراق دقدرت په جوړښت کې دالحشد الشعبي ولسی مبارز غورځنګ دمقام او دریځونو پیاوړتیا،د واشنګټن او صهیونیسټي رژيم له ګټو اوامنیت سره په تضاد کې ګڼي . په دې اساس ،دعراق په بیلابیلو سیمو کې دالحشد الشعبي مبارز ځواک د مرکزونو په ضد حملې کوي .
امریکا هڅه کوي،له یوه پلوه پخپلو حملو سره په عراق کې ناکراري اوبې ثباتي زیاته کړي او الحشد الشعبي ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو عامل معرفي کړي . په حقیقت کې امریکا هڅه کوي،دعراق د ولس په وړاندې د الحشد الشعبي ولسی غورځنګ هویّت او حیثیّت خراب کړي .له بل پلوه امریکا هڅه کوي،د عراق دقدرت په جوړښت کې په تیره بیا،د بغداد د مرکزي حکومت الحشد الشعبي،سیاسی ډلو ټپلو او د مقاومت د ډلو ترمینځ اختلافات اودرز رامینځةکړي .اساسا دعراق په کورنیو چارو په تبیره بیا د لومړي وزیر دمعرفي کولو او د نوي کابینې دجوړولو په بهیر کې د امریکا د مداخلت او کارړنګونې تر ټولو مهم دلیل هم دادی چې په دغه هیواد کې د الحشد الشعبي او مقاومتي ډلو یو مخالف او ناغږمله حکومت واک ته ورسیږي .
په عین حال کې هغه غبرګونونه چې دعراقي شخصیتونو اوډلو له خوا نندارې ته وړانډې شوی، د دوو موضوعګانو ښودنه کوي . لومړۍ دا چې ، زیاتره عراقۍ ډ لې ټپلې،په دغه هیواد کې د الحشد الشعبي د رول دفاع کونکي دي .دوهمه دا چې،د عراق زیاتره شخصیّتونه او ډلې د عراق د مقاومت او الحشد الشعبي پر مرکزونو په حملې کې دامریکا اقدام ، ددغه هیواد دحاکمیّت خلاف ورزي ګڼي،ځکه چې دغه حملې د عراقیانو په ضد د عراق د ټاټوبي له داخله شوي دي . دغه اقدامات له عراقه د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو د ویستلو لپاره دعراقیانو هوډ لاپیاوړی کوي.