حضرت آيت الله العظمي خامنه اي پرون په يو پېغام کښې د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې له کورونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان به مصيبت په نعمت او ګواښ به په فرصت بدل کړي، واضحه کړه، له کورونا سره د ملي مبارزې د ملي بسيج پلان چې سائنسي اډاڼه ورته حاصله او له ديني، جهادي او انساني انګېزو سره مل دے يو کارآمده پلان دے.
معظم رهبر په دغه پېغام کښې د ايران د روغتيا د وزير او د هغه د ملګرو د توفيقاتو د زياتېدو او اجر دعا وکړه.