IQNA

په ایران کې له کرونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان په اهمیت د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار

23:11 - March 16, 2020
د خبر لمبر: 3482904
تهران(ایکنا) - د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه دغه اقدام هغو نښو نښانو ته په پام سره چی د دغې پیښې د بیولوجیکی حملې احتمال یې مطرح کړې دې د بیولوجیکې دفاع د مانورې اړخونه هم درلودلې او ملی اقتدار او توان زیاتولې شي .

اوس څو میاشتې کیږي چی د کرونا ویروس دچین له پولو په تیریدا سره څه د پاسه ۱۵۰ هیوادونو ته غځیدلې دې .  د روغتیا د نړیوالې ادارې د اعلامیې په اساس کرونا ویروس  اوس په درسته دنیا کی خپور شوې او یوه وبا حسابیږي .تراوسه په نړۍ کې په کوویډ۱۹ ناروغۍ څه د پاسه یو لک دوه شپیته زره کسان اخته شوي چی پکې شپږ اویا زره ښه شوي دي او لږ تر لږه شپږ زره وژل شوي دی .

د ایران دروغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپورد اتبار په ورځ  دخبریالانو په ټول کې په ایران کې په کرونا ویروس د کابو دیارلس زره نهه سوه اته دیرش کسانو ککړتیا ته په اشارې سره  وويل ، تراوسه په دغو کې څلور زره اوه سوه نوي کسان ښه شوی دي او  له بده مرغه  په دغو ککړ شوو کسانو کې  اوه سوه څلورویشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی  دې .

اوس ایران یو موټې له کرونا ویروس سره په مبارزې بوخت دې . د روغتیا او درملنې وزارت لخوا له درملیزو طرحو سره یو ځاې د پوځ ، سپاه او بسیج  ځواک په مرسته مخنیونکي اقدامات  روان دي . د کرونا د مخنیوي اوڅارنې مانوره هم له اتبار ورځې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د بیولوجیکې دفاع د مرکز په وسیله پیل شوی ده .

حضرت آيت الله العظمي خامنه اي پرون په يو پېغام کښې د دې خبرې په کولو سره  چې په ايران کښې له کورونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان به مصيبت په نعمت او ګواښ به په فرصت بدل کړي، روښانه  کړه، له کورونا سره د ملي مبارزې د ملي بسيج پلان چې سائنسي اډاڼه لري  او له ديني، جهادي او انساني انګېزو سره یو ځاې دې ،   يو کارنده پلان دې .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای تیر زیارت په ورځ  د اسلامی ایران لوی درستیز جنرال محمد باقري ته د حکم په صادرولو سره  د دغې ناروغۍ د زیاتې خپریدا د مخنیوي لپاره د یوې روغتیایی او درملیزې چاوڼۍ په چوکاټ کې د دغو خدماتو د منظمونې په ضرورت ټینګار وکړ .

د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه دغه اقدام هغو نښو نښانو ته په پام سره چی د دغې پیښې د بیولوجیکی حملې احتمال یې مطرح کړې دې د بیولوجیکې دفاع د مانورې اړخونه هم درلودلې او ملی اقتدار او توان زیاتولې شي .

د ډیپلو ماسۍ په ډګر کی هم خارجه وزارت په تیرو دو اونیو کط په سیمه ایزه او نړیواله سویه د امریکا د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو په ضرورت په ټینګار سره سلاومشورې پیل کړي دي . امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په دوام سره هڅه کوي د طبی او درملیزو سیانو په ورلیږلو کې په خنډ رامینخټه کولو سره چی یو ډول اقتصادی او طبي ترهه ګرۍ حسابیږي ، د کرونا ناروغۍد ایران ضد په یوه سیاسی اړم بدله کړي .

د اسلامي ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی  د تیر خالی په ورځ د یو شمیر هیوادونو مشرانو ته د یوه لیک په ورلیږلو سره  په دې ټکي په ټینګار سره چې کورونا ته ماتې ورکول یوه نړیواله دنده ده، په دغه لیک کښې مخاطبو مشرانو ته زیاته کړه باید داسې اقدامات وشي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په چوکاټ کښې د ټولو هیوادونو د ژمنو په اجرا سره د ایران د خلکو خلاف د امریکا غیرقانوني بندیزونه بې اغیزې شي او د امریکا له اقتصادي ترهګرۍ سره مقابله وشي.

بې شکه هر هغه اقدام چی له دغه خطرناک ویروس سره مقابله تر اغیز لاندې راولي ، د هغې تورې او شمشیر په شان ده چی دواړه طرفه یې تیز وی او په نورو هیوادونو کې به هم له دغه خطرناک ویروس سره په مبارزې منفی اغیزې وشیندي . له دې امله له دغو اقداماتو سره په مخالفت او ایران پرضد د امریکا د ظالمانه بایکاټونو د ژر تر ژره ختمولو په ضرورت په ټینګار کې له نړیوالې ټولنې د ایران تمه د نړۍ د ګډ برخلیک او ګټو په لړ کې یوه غوښتنه ده .
تهران پښتو راډیو

captcha