د عراق خارجه وزارت نن په یو لیک کښې د کربلا په نړیوال هوايي ډګر باندې د امریکایانو له وروستیو بریدونو خپل رسمي شکایت د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړ.
په عراق کښې د امام حسین علیه السلام د مقدس حرم عمومي دارالانشاء هم په دغه هیواد کښې د ملګرو ملتو نمایندګۍ ته په یو لیک کښې د کربلا په نړیوال هوايي ډګر باندې د امریکې د هوايي تیري د کتنې او مستندسازۍ لپاره د یو پلاوي د جوړولو غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د امریکې جنګي الوتکو د جمعې په سهار د عراق په صلاح الدین، بابل، بصره او کربلا ولایتونو کښې د دغه هیواد د پوځ او د حشد الشعبي ولسي مبارز ځواک په اډو باندې بمبارۍ کړې وې.
په دغه حمله کښې د عراق درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او اووه تنه نور زخمي شوې وو.