IQNA

د کورونا له مخنیوي لپاره له استرالیا مسلمانانو څخه په کور کښې د لمونځ کولو غوښتنه

23:15 - March 18, 2020
د خبر لمبر: 3482911
تهران(ایکنا) - د استرالیا د جوماتونو د امامانو ملي شورا د دې هیواد له مسلمانانو غوښتنه کړې چې په کور کښې وسې او په ټولنه کښې له شتون څخه ډډه وکړي.
له اس بي اس خبري آژانس څخه په نقل، د استرالیا د جوماتونو د امامانو ملي شورا(ANIC)، په دغه هیواد کښې د مسلمانانو او جوماتونو د امامانو ترټولو لوي استازی په اسلامي مرکزونو او جوماتونو کښې د کورونا د مخنیوي په اړه د اقداماتو لپاره جوړه شوي یوه غونډه ترسره کړه، دې شورا د یوې فتوې په ورکولو سره له مسلمانانو غوښتنه وکړه چې په کورونو کښې لمونځونه وکړي او د جمعې د لمونځ لپاره جوماتونو ته نه راځي.
په دې بیانیه کښې راغلې: ایمان د الله په دستوراتو کښې په دې معنا نه دی چې یو کس دې د ناروغۍ له خپریدو څخه مخنیوي نه کوي. مونږ په سختۍ له مسلمانانو غوښتنه کوو چې خپل پنځه وخته لمونځونه په کورونو کښې اقامه کړي او د جمعې د لمونځ په ځای په کور کښې د ماسپښن څلور رکعته لمونځ وکړي او له داسي ځایونو څخه چې رش وي ډډه وکړي.
د دې بیاینې په دوام کښې راغلي: مونږ خلکو ته سپارښتنه کوو چې له داسې ځایونو چې رش وي ډډه وکړي او د روغتیا د چارواکو له سپارښتنو څخه پیروي وکړي.
3886407

captcha