IQNA

د سعودي ائتلاف لخوا الحدیده په هوایي ډګر د توغندیو باران

23:47 - March 18, 2020
د خبر لمبر: 3482913
تهران(ایکنا) – په یمن کښط الحدیده هوایي ډګر له سعودي تیري کوونکې ائتلاف لخوا په شپږ کاتیوشا توغندیو سره هدف ګرځیدلی دی.
د العالم خبریال له یمن څخه د سعودي تیري کوونکي ائتلاف لخوا په الحدیده هوایي ډګر باندې په شپږو توغندیو سره د برید خبر ورکړ.
د سعودي ائتلاف لخوا په جولای ۷ سیمه کښې الضبیاني سیمه او همداشان د ۱۶کیلو سیمه د خپلو توپخانو هدف ګرځولی دی.
له بلې خوا په صعده کښې هم دوه ښاریز د سعودي د ائتلاف د توپخانې او توغندیو له امله مړه او ژوبل شوي دي.
3886440
captcha