IQNA

د تولید په غورځنګ سره، باید د خلکو په ژوند کې ښکاره بدلون رامینځته شي

9:37 - March 20, 2020
د خبر لمبر: 3482915
تهران(ایکنا) - حضرت ایت الله العظمی خامنه ای نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د پېلېدو په مناسبت په یو پیغام کې، د حضرت موسی بن جعفر (علیه السلام) د شهادت له کلیزې سره د نوي کال د لومړۍ ورځې برابرېدو ته په اشارې سره، په هغه حضرت درود او سلام ووایه او ټول ولس په تېره بیا د شهیدانو او سرښندونکو کورنیو، د صحت او سلامتیا د ډګر جهادګرانو او ټولو زیارکښو خدمتګزارانو ته د مبعث د نېکمرغه اختر او د نوروز د مبارکۍ په ترڅ کې یې نوی کال د « تولید غورځنګ یا ټوپ وهلو» کال ونوماوه.

د رهبری د معظم مقام د دفتر له خبري آژانس څخه په نقل، حضرت ایت الله العظمی خامنه ای نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د پېلېدو په مناسبت په یو پیغام کې، د حضرت موسی بن جعفر (علیه السلام) د شهادت له کلیزې سره د نوي کال د لومړۍ ورځې برابرېدو ته په اشارې سره، په هغه حضرت درود او سلام ووایه او ټول ولس په تېره بیا د شهیدانو او سرښندونکو کورنیو، د صحت او سلامتیا د ډګر جهادګرانو او ټولو زیارکښو خدمتګزارانو ته د مبعث د نېکمرغه اختر او د نوروز د مبارکۍ په ترڅ کې یې نوی کال د « تولید غورځنګ یا ټوپ وهلو» کال ونوماوه.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود، ۱۳۹۹ هجري لمریز کال، د «تولید غورځنګ» کال ونوماوه او وې فرمایل: د تولید غورځنګ او ټوپ باید د خلکو په ژوند کې ښکاره بدلونونه راولي.د اسلامي انقلاب مشر د اته نويم کال د شهیدانو منجمله د حرم او پولو د دفاع د شهیدانو کورنیو او په سر کې یې د سردار شهید قاسم سلیماني او شهید ابو مهدی المهندس او د هغوی د ملګرو کورنیو او د کرمان د پېښې او د الوتکې د غورځېدو د پېښې د قربانیانو، او د صحت او سلامتۍ د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او مبارکۍ د وړاندې کولو په ترڅ کې، اته نویم کال د ایراني ولس لپاره له ټېټو هسکو ډک کال وباله او وې ویل: تېر کال په سیلاب سره پېل او په کورونا سره ختم شو او په درست کال کې هم ډول ډول پېښې لکه زلزله او بندیزونه رامینځته شول خو د دغه پېښو اوج د امریکا ترهه ګر جنایت او د اسلام او ایران د تکړه سردار شهید سلیماني شهادت و.
دوي د اته نویم کال ازمېښتونه سخت ازمایشونه وبلل او په دې په تاکید سره چې هیڅ ولس په تشې راحت طلبۍ او هوسامندۍ سره کوم مقام ته نه رسیږي وویل: پر سختیو لاسبری او په حوصلې سره ترې تېرېدل، د یو ولس د پیاوړې کیدو او د طاقت او اعتبار د حاصلیدو سبب کېږي لکه څنګه چې د ایران ولس تر اوسه په دغه شکل پر ستونزو بریالی شوی او بیا به هم بریالی شي.
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه: د ایران په خلاف بندیزونو تر اوسه د تاوانونو تر څنګ ځینې ګټې هم لرلې او مونږ یې اړ کړې یوو چې د خپلو داخلي امکاناتو له لارې د ژوند د ضروري شیانو او د هیواد د اړتیاوو د برابرولو په فکر کې شوو او که خدای کول دغه ډېر غنیمت حرکت به بیا هم روان وي.
ایت الله خامنه ای وویل: تېر کال سخت کال و او د خلکو کړاوونه هم کم نه وو، خو د سختیو تر څنګ یې ځینې بې سارې سرلوړۍ هم لرلې او د ایران ولس پکې ښه وځلېد.
دوي تولید او پروډکټ ته د هیواد د قطعي اړتیا په هکله د خپلو خبرو په راټولولو سره، نه نویم کال د تولید د غورځنګ کال ونوماوه او چاروالو ته یې وویل: داسې عمل وکړئ چې د تولید په غورځنګ سره، د خلکو په ژوند کې ښکاره بدلون رامینځته شي.
د اسلامي انقلاب رهبر په پای کښې یو ځل بیا د نوې کال او مبعث اختر مبارکي او الهي توجه راجلبولو په هیله، د ایران له خلکو څخه وغوښتل چې ورځ تر ورځه خپله توجه، توسل او معنویات زیات کړي.

3886557

captcha