IQNA

د غزه په شمال کښې په ځوانانو باندې د صهیونیسټ د پوځیانو ډزې

10:53 - March 20, 2020
د خبر لمبر: 3482916
تهران(ایکنا) - د غزه په شمال کښې په فلسطیني ځوانانو باندې د صهیونیسټ پوځیانو ډزو له کبله یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.

له فلسطین الیوم څخه په نقل، د صهیونیسټ پوځيانو، د غزه په شمال کښې د بیت حانون په پولیزه سیمې کښې په فلسطیني ځوانانو باندې ډزو سره یو فلسطیني ځوان ژوبل کړ.
فلسطیني سرچینې وایې چې دا فلسطیني ځوان له ژوبلېدو ورستو روغتون ته یوړل شو او په بیت حانون کښې شتون لرونکي نور فلسطینیان په تیښته کښې بریالي شول.
د صهیونیسټو پوځیان څه موده وروستو غزه په سیمه باندې د ډزو اقدام کوي چې په پایلې کښې یو شمیر فلسطینیان شهید او یا ژوبل کېږي.
3886554

captcha