IQNA

په مأرب کښې د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو د یمن د هوا دفاع سیسټم سره مقابله

10:54 - March 20, 2020
د خبر لمبر: 3482917
تهران(ایکنا) - د یمن د پوځ ویاند په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د څو جنګي الوتکو له پیژندلو وروسته د دغه هیواد په فضا کښې د هغوې د الوت مخه ونیوله.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له څو جنګي الوتکو سره د هیواد د دافع هوا سیسټم د مقابلې خبر ورکړ: د یمن دافع هوا په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د څو جنګي الوتکو له پیژندلو وروسته د دغه هیواد په فضا کښې د هغوې د الوت مخه ونیوله .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د هیواد دافع هوا د سعودي عربستان د تیریګ ائتلاف جنګي الوتکې له سیمې څخه تښتیدا ته اړ کړې .
د سعودي عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د دغه هیواد د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او بریدونو ته دوام ورکړی او له کبله یې شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .
3886558

captcha