نن د ۱۴۴۱ هجری قمری کال د رجب د مبارکې میاشتې ۲۷ چی د ۲۰۲۰ میلادی کال د مارچ له ۲۲ نیټې سره برابره ده ، د اسلام د عظیم الشان پیغمبر د مبعث له ورځې سره سمون خوري .
د مبعث اختر هغه ورځ ده چی حضرت محمد مصطفی (ص) په څلویښت کلنۍ کې په غار حرا کې د خداوند متعال له لوری او جبرییل په وسیله په پیغمبرۍ غوره شو .
حضرت محمد مصطفی (ص) له سترو الهی پیغمبرانو څخه د وروستی پیغمبر په توګه غوره شو تر څو هغه جاهلی ټولنه چی په جهالت او بی اخلاقۍ کې ډوبه وه ، د اخلاق ، انسانی کرامت او عزت نفس په لور وبولي .
د پیغمبر اکرم ص بعثت باید د نړۍ د ستر اخلاقی او اسلامی تمدن د جوړیدا پیلامه وبولو چی انسانان یې د تاریخ په اوږدو کې له فکری او عقیدتی ککړتیاو وژغورل .
د اسلام ستر پیغمبر دبهترین او بشپړه اشمانی کتاب په توګه د قران کریم په معجزې سره مبعوث شوې دې ، هغه بعثت چی د شبری ژوند په ډګر کی د انسانی ارزښتونو ظهور او نور وو .
د ایران د اسلامی جمهوریت راډیو او ټیلی ویژن اداره د نړۍ د مسلمانانو د ستر اختر د رارسیدا په مناسبت د حضرت محمد مصطفی ص د بعثت کلیزه د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکی وړاندی کوي .
parstoday.com