IQNA

کوم عاقل سړی به له امریکا څخه چې د کورونا وایروس په جوړولو تورن دی د مرستې اخیستل ومني

4:24 - March 23, 2020
د خبر لمبر: 3482928
تهران(ایکنا) - د اسلام انقلاب رهبر د ایران د غوښتنې په بڼه کښې د درملیزو مرستو د استولو لپاره د چمتووالي په هکله د امریکا د چارواکو څو ځله څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د امریکا د مسولانو څرګندونې د ډیرو عجیبه خبرو برخه دي ځکه امریکا په خپله د ناروغۍ د خپریدا دمخنیوي تجهیزات او د درملو له سخت کمښت سره مخ ده او د واشنګټن ځینو چارواکو په صراحت سره د دغو طبي تجهیزاتو او د درملو د ډیر کمښت خبره کړي ده پردې اساس که چیرې امریکا کوم تجهیزات لري نو باید د خپل هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره یې وکاروي.

د رهبری د معظم مقام د دفتر له خبري آژانس څخه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه اي نن په ټیلي ويژن باندې ژوندۍ وینا کښې د ایران د غوښتنې په بڼه کښې د درملیزو مرستو د استولو لپاره د چمتووالي په هکله د امریکا د چارواکو څو ځله څرګندونو ته په اشارې سره وویل د امریکا د مسولانو څرګندونې د ډیرو عجیبه خبرو برخه دي ځکه امریکا په خپله د ناروغۍ د خپریدا دمخنیوي تجهیزات او د درملو له سخت کمښت سره مخ ده او د واشنګټن ځینو چارواکو په صراحت سره د دغو طبي تجهیزاتو او د درملو د ډیر کمښت خبره کړي ده پردې اساس که چیرې امریکا کوم تجهیزات لري نو باید د خپل هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره یې وکاروي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې د امریکا د چارواکو ویناګانې د منلو وړ نه دي وویل مکمنه ده چې امریکا داسې درمل راوستوي چې په ایران کښې کورونا وایروس نور هم پسې خپور کړي یا یې تل پاتې کړي او یا حتی امکان لري یوشمیر کسان د درملنې د ترسره کونکو په توګه راوستوي چې وویني د دغه وایروس اغیزشیندنه چې ویل کیږي یوه (۱) برخه یې یوازې د ایران لپاره جوړه شوي ده په کوم ډول ده او هغوې خپل اطلاعات بشپړ کړي او له ایران سره خپله دښمنۍ نوره هم زیاته کړي .
هغه حضرت په دوام کښې په دې خبرې ټینګار سره که چیرې صبر او استقامت له عقل، تدبیر او مشورې سره یوځاې شي بریالیتوب به پریکنده وي وویل صبر کول د نه تسلیمیدا د نه کمزوري کیدا او له شک سره د نه مخامیدا کیدا او په زړورتیا او تدبیر سره د دښمن د مخه د نیول کیدا او په هغه د غلبې د موندلو په معنا دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د څلویښت (۴۰) کاله تجربې او له ټولو مشکلاتو او چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د هیواد د ځانګړي ظرفیت په یادونې سره د ایران ملت ته په وینا کښې ټینګار وکړ د هیواد ظرفیتونه ډیر زیات دي خو مهمه خبره دا ده چې حکومتي چارواکي دغه ظرفیتونه وپیژندي او په ټولو برخو کښې ځوان ، مومن ، انګیزه او تقوا لرونکي کسان په کارونو وګمارل شي .
هغه حضرت یوځل بیا د ایران ټولو خلکو ته له کورونا وایروس سره د مبارزې د ملي کمیټۍ د مسولانو په حکمونو د عمل کولو او د دغو حکمونو د جدي اخیستلو سپارښتنه وکړه او هیله یې وکړه خدای پاک ج دې زر تر زره دغه افت د ایران د ملت او د نورو مسلمانو ملتونو او ټول بشریت له سر څخه ختم کړي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې ټینګار سره چې په امریکا هیڅ باور نشته وویل کله چې امریکا د کورونا وایروس په جوړولو تورنه ده کوم عاقل انسان له دغه هیواد څخه د مرستې اخیستل مني .
3886882

captcha