د امریکا د روغتیا وزارت بیګا وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې دیارلس زره او نهه سوه یودیرش (۱۳۹۳۱) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي او له کبله یې څلور نوي (۹۴) کسان وژل شوي هم دي .
په نویو شمیرنو سره په امریکا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اته دیرش زره او یوسل اته دیرشو(۳۸۱۳۸) او د وژل شویو کسانو شمیر هم درې سوه شپږ نوي (۳۹۶) تنو ته رسیدلی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ چې څو اونۍ وړاندې یې په هیواد کښې د کورونا وایروس خپریدا ته اړونده خبرونه د ډیموکراټ ګوند چل باله په تیرې پنجشنبې ورځ وویل د دغه وایروس له کبله په هیواد کښې حالات خراب دي .
د امریکا پنځوسو (۵۲) ایالتونو ته کورونا وایروس خپور شوی دی .
د امریکا روغتونونو د مارچ د میاشتې په اتمه (۸) نیټه ویلي وو د دغه هیواد شپږنوي (۹۶) میلیونه خلک به په کورونا وایروس ککړ شي او له کبله به یې څلور لکه اتیا زره(۴۸۰۰۰۰) کسان مړه هم شي .