IQNA

د عراق له لويديځه د امريکائي فوځيانو وتل شروع شول

0:09 - March 25, 2020
د خبر لمبر: 3482937
تهران (ایکنا) - رسانه اي سرچينو د عراق د لويديځ په الانبار صوبه کښې له الحبانيه اډې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو د شروع کېدو خبر ورکړ.

د څارنې هغه برجونه چې په الحانيه اډه کښې امريکائي ځواکونه پکښې پراتۀ وو خالي کړې شوي دي.
امريکائي ځواکونو د تېر زيارت په ورځ هم د الانبار صوبې په القائم ښار کښې له خپلې اډې څخه شاتګ وکړ.
ځينو سرچينو د امريکې دغه په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويرې له په وجه بللے دے.
د عراق زياتره خلق له خپلو چارواکو څخه له خپلې خاورې نه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د وېستلو غوښتونکي دي.
يو بل خبر دا چې د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو د دغه هېواد په صلاح الدين صوبه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه سرغنه له خپلو نورو دريو ملګرو سره هلاک کړل.
دغه ترهه ګر عناصر د يوې چاودنې د ترسره کولو لپاره د چمتووالي په حال کښې وو چې د الحشد الشعبي ځواکونو لخوا پرې حمله اوشوه او هلاک کړې شول.
تهران پښتو راډیو

captcha