IQNA

د پاکستان لومړی وزیر کورونا وایروس نلري

23:05 - March 28, 2020
د خبر لمبر: 3482953
تهران(ایکنا) -زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرانو جرګې غړي سیناتور فیصل جاوید وویل چې لومړی وزیر عمران خان په کورونا وایروس نه دی ککړ شوی او هغه د یوه (۱) ټيلي ويژن راپور چې ادعا یې کړي وه عمران خان په کورنا وایروس مبتلا شوی دی رد کړ .

دغه راز د پاکستان  د پنجاب صوبې په فیصل اباد کښې دوه ویشت (۲۲) کلن سړی د کورونا وایروس له کبله مړ شو او په پنجاب صوبې کښې دوه څلویښت(۴۲) نور کسان په دغه وایروس ککړ شوي هم دي .

په امریکا کښې هم په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس اتلس زره (۱۸۰۰۰) نور کسان ککړ شوي او دغه راز په دغه هیواد کښې تراوسه درې سوه پینځه څلویښت۳۴۵ نور کسان مړه شوي هم دي .

په اسپانیا کښې هم په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر څلور زره اته سوه اته پنځوس (۴۸۵۸) نور هم زیات شوی او تراوسه یې اوه سوه نهه شپیته (۷۶۹) کسان وژلي هم دي .

په فرانسې کښې هم په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر دوه دیرش زه نهه سوه شپږ څلویښت (۳۲۹۴۶) کسانو ته ورزیات شوی او له کبله یې تراوس نولس  سوه پینځه نوي (۱۹۹۵) کسان مړه شوي هم دي .

دغه راز د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن هم په کورونا وایروس ککړ شوی دی او د امریکا ولسمشر ټرمپ د هغه د زر ښه کیدا دعا  کړي ده .

په ایټالیا کښې په تیرو څلرویشتو۲۴) ساعتونو کښې زر (۱۰۰۰) نور کسان د کورونا وایروس له کبله وژل شوي دي او په دغه هیواد کښې کورونا وایروس بیخي زیات شوی دی .

په ایټالیا کښې دغه راز یوسل یو (۱۰۱) کلن  بوډا کس چې کورنا وایروس ورته لګیدلی وو اوس روغ رمټ شوی دی .

دغه راز د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې هم په کورونا وایروس نولس (۱۹) نور کسان ککړ شوي او دغه شمیر اوس یوسل درې دیرشو(۱۳۳) ته ورزیات شوی دی .

parstoday.com

captcha