IQNA

ننګرهار کښې د مائن په چاودنه کښې یو دینی عالم ووژل شو

0:16 - March 29, 2020
د خبر لمبر: 3482955
تهران (ایکنا) - د ننګرهار د والی ویاند وایي نن له غرمي وروسته د ننګرهار ولایت د لالپورې په ولسوالۍ کښې د مقناطیسی ماین د چاودنې له امله دیني عالم مولوي شیدا او زوی یی ووژل شول او دوه تنه نورژوبل شول.

د ننګرهار د والي وياند په وینا ډاکترانو د یو زخمي روغتیایی حالت هم د اندیښنې وړ بللی دے .تر اوسه د دغه دینی عالم د وژلو کیدو پړه د دولت کومی مخالفی ډلی پر غاړه نده اخیستې..که څه هم د والی ویاند په دې اړه څه ندي ویلی خو ویل کیږي چې نوموړی د دولت ملاتړے عالم و.
له هغه مهاله چې دافغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د د تاوتريخوالي د کمولو موده پاې ته رسیدلې ده د ننګرهار په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کښې نا امنو پېښو زور اخیستې دے درسنیو له لارې په خپرو شویو شمیرو کې ویل شوي چې د تاوتريخوالي د کمولو د مودې دپاې ته رسیدو وروسته د وسله والو طالبانو او امنیتی ځواکونوتر منځ نښتو کې تر سلو ډیرعامه وګړي وژل شوي دي.

تهران پښتو راډیو

captcha