له السومریه نیوز څخه په نقل، دې امنیتي سرچینې له عراقي رسنې سره په خبرو کښې وویل: نن سهار دوه توغندي د النبار ولایت مرکز، د الرمادي په غرب کښې په ۷۰ کلومیټره کښې پروت هیت ښار په المعموره کلي کښې عمومي سړک په غاړه پریوتلې دي.
د دې راپور پر اساس، د دې دوو توغندیو له کبله مادي تاوان رسیدلی خو هیڅ جاني تاون نه دی رسیدلی.
ذکر شوې سرچینې راپور ورکړ ې امنیتي ځواکونو دغه سیمه په خپلې محاصره کښې اخیستلې ده.
دې سرچینې ټینګار وکړ چې د دې برید له هراړخیزه او جزئیاتو په اړه څیړنې دوام لري.
3888362