IQNA

له کورونا سره مقابلې لپاره د سومالي د قرآني مدرسو بندول

23:53 - March 31, 2020
د خبر لمبر: 3482970
تهران (ایکنا)- د سومالي حکومت د کورونا سره د مقابلې لپاره د دغه هیواد د دیني علمونو او قرآني مرکزونو د دوو اونیو پورې د بندولو حکم صادر کړ.

له الصومال الجدید څخه په نقل، د سومالي فدرال حکومت د دیني چارو او اوقاف وزارت پرون خبر ورکړ: د کورونا سره د مقابلې لپاره په دغه هیواد کښې ټولې دیني او قرآني مدرسې او مرکزونه د دووه اونیو لپاره بند دي.
په دې بیانیه کښې راغلې: د دې اقدام هدف د ټولنې د خلکو روغتیا او کورونا ویروس د خپریدو مخنیوی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د سومالی فدرال حکومت له دې مخکې، په دغه هیواد کښې د حکومت لخوا د کوورنا د خپریدو د مخنیوي لپاره د ټولو پوهنتونو او مدرسو د بندولو حکم صارد کړې وو.
3888319
https://iqna.ir/fa/news/3888319

captcha