له الیوم السابع څخه په نقل، د سعودي عرب د لارښودنې او تبلیغاتو او اسلامي چارو وزارت په یو راپور کښې خبر ورکړ: د کورونا د ویروس له خپریدو څخه وروستو، د دې هیواد په بیلابیلو ولایتونو کښې ۸۷۲۴جوماتونه ضد عفوني شول هم همداشان د قرآن کریم ۱۷ میلیونه او ۴۴۸ زره نسخې هم ضد عفوني شوې.
په دې راپور کښې راغلې: د جومات د پاکوالي او ضد عفوني کولو د لومړي مرحلې په پای کښې، بیلابیل جوماتونه او قران کریم نسخې او غسل خاني د احتیاطي اقدام په توګه پاک شول.
د سعودي عرب د روغتیا وزارت په دغه هیواد کښې په کورونا باندې د ککړ کسانو وروستیو شمیر تر ۱۵۶۳ اعلان کړی او همداشان په مدینه منوره کښې د کورونا له کبله د دوه کسانو د مرګ خبر ورکړی دی.
3888489