د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو د یمن د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د هوانونو او د توپونو په لسګونو ډزې کړي دي .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جاسوسۍ الوتکو هم د الحدیده ولایت په «شپاړس کلومیټره» نومې سیمې باندې الوتونه وکړل .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اردن ، اسرائیلو او دځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .
تهران پښتو راډیو