د افغانستان د اریانا نیوز خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د ولسی جرګې مشر میررحمان رحماني ، مرستیال مشر میرزا کټوازئ عباس ابراهیم ، حجت ا... او څو نورو مسئولانو له افغان ولسمشر اشرف غني سره په کتنې کې ټينګار کړی ، په دغې حساسې مرحلې کې زمونږ وطن وال د کرونا ویروس د خوریدا او د سولې دپروسې د نامعلوم برخلیک له امله سخت اندیښمن دي ، هیله لرو چې سیاسی اختلافات حل شي او په دې لاره کې دې د افغانستان درست سیاسی او دینی شخصیتونه هڅه وکړي .
اشرف غني هم په دغې کتنې کې چې نن سهار شوي ، ووئیل ، په افغانستان کې سوله باید جدي وبلل شي څو هغه تل پاتې او عزتمنه سوله چې د مونږ د ولس غوښتنه ده ، ټينګه شي او په هیواد کې څلویښت کلن جنګ په سیاسی بڼه پاي ته ورسیږي .
د افغانستان خبرو سرچینو په نزدې راتلونکي کې د اشرف غنی او عبدا..عبدا... تر مینځ د وروستیو اختلافاتو دحل خبر ورکړی او وئيلي ئې ، د افغانستان سیاسی او ذینی شخصیتونه راپورته شوي څو د ددواړو لوړپوړو سیاسی مشرانو ترمینځ اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي څو د هیواد دراتلونکي په اړه سره یو د ریځ ولرل شي .
تهران پښتو راډیو