د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وويل، تېره شپه د کابل ښار پغمان ولسوالۍ کښې ناپېژندو وسلوالو د “پي پي اس” پر دوو کارکوونکو چې افغان ولسمشر اشر غني محافظت يې کوۀ ډزې وکړې چې یو یې پکې وواژۀ او یو بل ژوبل شوے دے.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، تېر شپه شاوخوا اته نیمې بجې ناپېژاندو وسلوالو کسانو د “پي پي اس” په دوو کارکوونکو برید وکړ، چې د قیام الدین په نوم یو ساتونکي پکې ووژل او یو بل ژوبل شوے دے.
تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې
پښتو تهران راډیو