IQNA

په افغانستان ،هند او جاپان کې د کرونامثبتې پېښې لوړې شوې

0:21 - April 07, 2020
د خبر لمبر: 3483000
تهران (ایکنا) - په تازه ۳۰ پېښو کی ۱۶ په هرات، ۶ په کابل، ۳ په نیمروز، ۲ په کندوز، ۲ په فاریاب او یوه په دایکنډي کې ثبت شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت  نن وویل له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ۹ ولایتونو کې د کورونا ۳۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید الله مایار وویل، په دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۳۶۷ ته لوړې شوې.
د هغه په خبره تازه ۳۰ پېښو کی ۱۶ په هرات، ۶ په کابل، ۳ په نیمروز، ۲ په کندوز، ۲ په فاریاب او یوه په دایکنډي کې ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د شمېر له مخې کورونا د افغانستان ۲۳ ولایتونو ته رسېدلې او کبله یې تازه یو بل ښار د فاریاب میمنه هم قرنطین شوه.
له هندوستانه هم خبر رارسی چی په دغه هیواد کې په کرونا د اخته کسانو شمیر له څلور زرو واوښته . له نوی ډیلی زمونږ خبریال راپور راکوی چی په هند کې تراوسه د کرونا له امله ۱۰۹ کسان وژل شوی هم دي .
د جاپان روغتیا وزارت هم نن وویل په دغه هیواد کی په کرونا د اخته کسانو شمیر  درې زره شپږ سوه څلور پینځوس کسانو ته رسیدلی دې  او څه د پاسه سل کسان هم وژل شوی دي .
کورونا دا مهال د نړۍ په ۲۰2 هیوادونو کې له ۶۹ زرو زیات کسان وژلي او یو میلیون ۲۷۴ زره پرې اخته شوي دي، خو ۲۶۰ زره ترې روغ شوي دي.
دا مهال ټوله نړۍ د کورونا له کبله تقریبا قرنطین ده او له څلورو میلیاردو زیات وګړي په کور ناست دي.
تهران پښتو راډیو
captcha