له mc-doualiya ویبپاڼې څخه په نقل، په فرانس کښې د کورونا د قربانیانو شمیر تر ۱۲ زره رسیدلی دی او دې ته په توجه سره چې اسلامي قبرستانونه کم دي او د غربي هیوادونو په کورونا د مړو د لیږلو د امکان نشتوالی، د فرانس د مسلمانانو عالي شورا د مسلمانانو په غیر اسلامي قبرستانونو کښې د مسلمانانو د ښخولو فتوا صادر کړه.
دي شورا له دې مخکې د کورونا خپریدو ته په پام سره، په جوماتونو کښې مړو ته غسل او د جنازې لمونځ کول ممنوع اعلان کړی وو او اوس په غیر اسلامي قبرستانونو کښې د مسلمانانو د دفن فتوا په داسي حال کښې چې د مسلمانانو په قبرستان کښې ځای نه وي د ښخولو فتوا صادر کړه.
په فرانسه کې د کورونا د ککړو او قربانیانو شمیر زیاتیدو او د ویروس د لیږدو ویرې د مړو د ښخولو او عزاداری ترسره کولو په طریقه کې بدلون رامینځته کړی دی او همداشان د اسلامي قبرستان د نشتوالي له امله، مسلمانان د مړو د ښخولو لوي ستونزې سره مخامخ دي.
3890760