IQNA

د افغانستان طالبانو ډلې امریکا ته خبرداری ورکړ

21:34 - April 12, 2020
د خبر لمبر: 3483019
تهران (ایکنا) - د طالبانو ډلې ګواښ ورکړ د قطر موافقې ته د امریکا نه پاې بندۍ به په افغانستان کښې د جنګ سبب شي او د دغه جګړې مسولیت د واشنګټن پرغاړه دی .

طالبانو نن په یوې (۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ امریکا د قطر د موافقې خلاف ورزۍ کوي او په تیرو څو اونیو کښې یې په ځلونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي او په سلګونو خلک یې مړه او ژوبل کړي هم دي .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د امریکاد عسکرو لخوا د افغانستان په بیلابیلو سیمو بمبارۍ او د قطر له موافقې د واشنګټن خلاف ورزۍ د سولې ضد حرکت دی او د سولې پیل شوي بهیر ته تاوان رسوي .
طالبانو ویلي دي د افغانستان له حکومتي زندانونو د دغه ډلې د غړیو له خوشي کیدا وروسته به د دغه ډلې ، د حکومت او دنورو سیاسي ډلو ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي .
د افغانستان د سیاسي مسائیلو کارپیژاندي باوري دي امریکا نیت درلود د طالبانو او د واشنګټن ترمینځ د تش په نامه د سولې له موافقې د ځان لپاره سیاسي ګټه پورته کړي خو ناکامه شوي ده.

تهران پښتو راډیو

captcha