IQNA

د کورونا په ککړېدو کښې روژه تاثیر نه لري

17:23 - April 15, 2020
د خبر لمبر: 3483030
تهران (ایکنا) - د مصر دارالافتاء په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ: د ډاکټرانو یوې کمېټۍ سره له مشورې ورستو دا پایلې مو ترلاسه کړې چې د کورونا د ککړیدو په دې روند کښې روژه هیڅ اثر نه لري.

له الیوم السابع څخه په نقل، د مصر دارالافتاء په بیانیه کښې د دوي د فیس بک په رسمي پاڼه کښې لیکلي: د ډاکټرانو یوې کمېټۍ سره له مشورې ورستو دا پایلې مو ترلاسه کړې چې د کورونا د ککړیدو په دې روند کښې روژه هیڅ اثر نه لري او روژه له ویروس سره مقابلې لپاره د بدن ایمني سیسټم نور هم زیاته وي.
د مصر دارالافتاء زیاته کړه: ناروغان، ډاکټران او نرسان چې د دغه ویروس په معرض کښې دي، که روژه د هغوي لپاره ضرر ولري نو جایزه نه ده چې روژه ولري دوي ته جایزه ده چې روژه و نه لري او د ډاکټرانو په نظر عمل وکړي.
دې مرکز ټینګار وکړ: په کورونا ویروس ککړ کسانو لپاره د ډاکټرانو سپارښتنو پورې اړه لري چې روژه و لري که نه، که ډاکټران ورته سپارښتنه کوي چې روژه لرل د دغه ککړ لپاره ضرر لري نو باید د ډاکټر په نظر عمل کول واجب دی.
3891913

captcha