IQNA

په شمالي عراق کې د پي کۍ کۍ په پوسټونو د ترکي الوتکو برید

22:54 - April 18, 2020
د خبر لمبر: 3483045
تهران (ایکنا) ترکې نن(۲۰۲۰ کال د اپریل ۱۸ نیټه) د عراق د هوایي حریم نقض کولو سره د دغه هیواد په شمال کښې د ترهګرو ډلې په پي کۍ کۍ پوسټونو برید وکړ.

له المیادین څخه په نقل، د ترکیې هیوایې پوځ نن(۲۰۲۰ کال د اپریل ۱۸ نیټه) د عراق د هوایي حریم نقض کولو سره د دغه هیواد په شمال کښې د ترهګرو ډلې په پي کۍ کۍ پوسټونو برید وکړ.
د ترکیې د دفاع وزارت هم د دې خبر ورکولو سره وویل چې د ترکیې درې ترهګره کسان په دغه هوایي برید کښې مړه شوي دي.
ترکیې تیره اونۍ هم د عراق د هیوایي حریم نقض کولو وروستو، د عراق په شمال کښې د مخموره ښار سره نږدې د ترکیې کډوال خپل هدف ګرځولې و چې په کښې دوه ملکي ښځې مړې شوې وې.
تیره اونۍ د ترکیې د مخمور په ښار کې برید د بغداد له غبرګون سره مخامخ شو او د عراق د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې سفیر احضار کړ او هغه ته یې د خپلو اعتراضونو خبر ورکړ.
3892480

captcha