په عراق کښې د شیعیانو مرجع، آیت الله سیستاني دفتر، خبر ورکړ، د سږکال د رمضان د میاشتې د سپوږمۍ د لیدلو اقدام د جمعې په شپه په ۳۰ شعبان ۱۴۴۱ هجري قمري کال چې د ۲۰۲۰ کال د اپریل میاشتې له ۲۴ نیټې سره سمون لري ترسره کوي.
د دې دفتر په اطلاعیه کښې ټینګار شوی: تمه ده چې د رمضان میاشته به په دغه شپه څرګنده ولیدلې شي او د لیدلو په صورت کښې به د رمضا لومړی روژه ۲۰۲۰ کال د اپریل میاشتې له ۲۵ څخه وي.
3892859