IQNA

په عراق کې د داعش د نیولو لپاره د پوځي عملیاتو دوام

21:23 - April 20, 2020
د خبر لمبر: 3483057
تهران (ایکنا) - د عراق په دیالي ولایت کښې د حشد الشعبي د رسنیو مشر صادق الحسیني، د پاتې داعش نیولو لپاره د دې ولایت د حوض الوقف په سیمه کښې په پراخه توګه د پوځی عملیاتو پيل کولو خبر ورکړ.

له المعلومه خبري آژانس څخه په نقل، صادق الحسیني وایې: د حشد الشعبي ځواکونو، پولیس او عراقي پوځ له درې محورو د وقف الحوض کلې په کرنده ځمکه کښې د داعش پاتې ترهګرو نیولو لپاره په پراخه توګه پوځي علمیات پیل کړي دي.
الحسیني زیاته کړه: دا عملیات د داعش ترهګرې ډلې شتون ترپایې رسولو او د کرنده ځمکو او کلو کښې امنیت تامین کولو لپاره ترسره کېږي.
د د وقف الحوض کلې په دیالي ولایت کښې د کر ترټولو لويه ځمکه ده او په دې وروستیو کښې له دغه ځایه د ترهګرۍ اقدامات ترسره کیدل او د ترهګرو لخوا امنیتي ځواکونه د بریدونو هدف ګرځيدل.
3892891

captcha