IQNA

د طاروطي له نظره د رمضان المبارک په میاشته کښې د قرآن کریم ختم کولو آسانه طریقه

22:07 - April 22, 2020
د خبر لمبر: 3483065
تهران(ایکنا) - د مصر مشهور قاري عبدالفتاح طاروطي، د رمضان المبارک په میاشته کښې د قرآن کریم ختم کولو آسانه طریقه وړاندې کولو سره د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کړې چې په دې میاشته کښې له قرآن څخه لري نه وسي او ټینګار یې وکړ چې رمضان د قرآن کریم د تلاوت او ذکر میاشته ده.

الطاروطي دې ته په پام سره چې د کورونا د خپریدو له امله جوماتونه بند دي وویل: هغه کسان چې په کور کښې لمونځ کوي، د امکان په صورت کښې د قران تلاوت وکړي، د رمضان المبارک په میاشته کښې د قرآن کریم د ختم لپاره د سوره حمد له تلاوت څخه پيل او له هغې وروستو د یوې سپارې یو ربع، دوه ربع یا درې ربع تلاوت کړي. د همدغه سپارې پاتې ربع له هر واجب لمونځو څخه وروستو تلاوت کړي. داشان کولی شي په یوه ورځ کښې یوه سپاره ختمه کړي.
الطاروطي په رمضان المبارک کښې د قرآن کریم د ختم لپاره تر ټولو غوره لار په اړه وویل: که هر مسلمان له ورځني هر لمونځ څخه وروستو د قرآن کریم د دوو پاڼو تلاوت وکړي، د میاشتې په پای کښې به قران کریم ختم کړي. د قرآن کریم د دوه پاڼو تلاوت له شپږو دقیقو څخه زیات وخت نه اخلي او هر څوک چې غواړې د خدای رحمت ترلاسه کړي کولی شي له هر لمونځ څخه وروستو د قرآن کریم ۴ پاڼې تلاوت کوي او داشان به د میاشتې په اخیره کښې د قرآن کریم ده ختمونه ختم کړي.
3893274

captcha