IQNA

د پوتین د ویاند لور د رمضان المبارک په میاشته کښې د روژې نیولو پریکړه

21:14 - April 24, 2020
د خبر لمبر: 3483070
تهران(ایکنا) - د کرملین ماڼۍ د ویاند لور اعلان وکړ چې سږ کال هغه د رمضان د میاشتې ټولې روژې به ونیسي.

له اسلام راشا څخه په نقل، د ډمیتري پسکوف لور الیزاوتا پسکوف، د رمضان المبارک په میاشته کښې د دې میاشتې د تولو روژو نیولو خبر په خپل انسټا ګرام پاڼې خپور کړ.
هغې د خپل اکاؤنټ په پاڼه ولیکل: مور او پلار په ماشومتوب کښې د هیڅ یو دین روزنه نه ده راکړې او اجازت یې راکړ چې کله لویه شم په خپله خوښه دین خوښ کړم.
هغه ځان ډیر مذهبي بولي ، مګر ارتودوکس نه. په انسټاګرام کښې د هغې د پوسټ لاندې کارونکو په لاندې لیک کښې له هغې څخه پوښتنه وکړه چې آیا هغې بودیسم هم لوستلی دی که نه، هغې ځواب ورکړ هو، خو هغې زیاته کړه چې د هغې فکر له اسلام سره نږدې ده.
د کرملین ماڼۍ د ویاند لور اعلان وکړ چې سږ کال هغه د رمضان د میاشتې ټولې روژې به ونیسي.
3893753

captcha