IQNA

د حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها د رحلت تسليت

17:38 - May 04, 2020
د خبر لمبر: 3483115
تهران (ایکنا) - نن د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم د قدرمنې مېرمن حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها د رحلت ورځ ده.

دغه قدرمنه وړومبنۍ مېرمن وه چې د خداے په  ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم يې ايمان راوړۀ او په خپل ټول توان، طاقت او سرمائې سره د اسلام د مبين دين مرستې او ملاتړ ته راپاڅېده.

حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها له اسلام نه مخکښې د غوره او اعلی صفاتو، اخلاقي فضائلواو پاکلمنۍ په وجه د طاهره لقب حاصل کړ.

حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها چې د قرېشو نامداره او سرمايه داره مېرمن وه د خداے د ګران رسول  صلی الله عليه و آله وسلم له بعثت نه پينځلس کاله مخکښې له هغه حضرت سره وادۀ وکړ.

د حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها وجود مبارک د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم لپاره دومره اهميت رۀ چې هغه حضرت د دغې قدرمنې بي بي رحلت يو عظيم مصيبت وبلۀ او د هغې بزرګوارې او د خپل ترۀ او ملاتړ او مرستيال  حضرت ابو طالب (رض) د رحلت کال يې عام الحزن يعنې د غم او وير کال ونوموۀ.

حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها شپږ اولادونه په خپل له مهربانۍ نه په ډکه لمن کښې وروزل چې له هغوي څخه حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها له يو يوې خاصې عظيمې ربتې څخه برخوره ده، هغه لور چې د هغې او د حضرت امام علي عليه السلام  له نسل څخه د  اسلام د رهبرۍ او د مسلمانانو د لارښونې لپاره يولس امامان راغلل.

مونږ د حضرت خديجة الکبری سلام الله عليها د رحلت په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړه له کومي تسليت او تعذيت وړاندې کوو.

captcha