IQNA

د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د يمن صنعاء صوبه بيا بمباري کړه

17:31 - May 07, 2020
د خبر لمبر: 3483123
تهران (ایکنا) - خبري سرچینو د چهارشنبې په ورځ د یمن په شمال کښې د صنعاء په ولایت، د سعودي ائتلاف هوایي بریدونه خبر ورکړی.

له المسیره څخه په نقل،

سعودي تيريګر ائتلاف همدارنګ يو ځل بيا د ډزبندۍ د موافقې په خلاف ورزۍ سره د يمن په الحديده صوبه کښې په التحيتا او حېس سيمو باندې ګوله باري وکړه.

ديمن المسيره چېنل وويل: سعودي تيري ګرو او د هغوي نوکرانو په التحيتا او حېس سيمو باندې په لسګونو د توپونو او هاونونو ډزې وکړې.

د دغو حملو د سر او مال تاوانونو په اړه هم څه رپوټ تر اوسه نه دے خپور شوے.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

3897077

captcha