د ایران په تهران ولایت کې نیمه شپه په زلزلې پسې چې پنځه اعشاره یو رییشتر ښودل شوي ، دایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمان فضلي دتهران والی او د بحران د مدیریّت ادارې مشر ته په فرمان صادرولوسره له دوي غوښتي په تیزۍ سره دې سیمې ته مرستندویه ټيمونه ولیږدوي .
راپور ښئ دغه پنځه اعشاریه یو ریشترې زلزله نیمه شپه لسم کم یوې بجې د دماوند غرۀ په مرکزیّت سره پيښه شوي چې د رست تهران او شاوخوا سییمې ئې لړزولي او زیاتره خلکو هم له ویرې شپه په پارکونو اوشاوخوا سړکونو کې تیره کړې ده .
دایران دکورنیو چارو وزیر همدرازا وئيلي دي ،تر دې دمه ددغې زلزلې له امله دکومو مرګ ژوبلو یا ستر تاوان راپور نه دی ترلاسه شوی البته د خلکو لپاره ئې څه ناڅه مشکلات راولاړ کړي دي . چې سیمې ته سملاسی مرستندویه ډلې رسیدلي او یو شمیر ټپیان هم له معمولی درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي .
هغه وئيلی درست پارکونه او سپورټي کمپلیکسونه دخلکو په وړاندې پرانیستل شوي. وئيل شوي چې دغه زلزله په قم ،مازندران ، البرز ، قزوین او زنجان ولایتونو کې هم احساس شوې خو کومې مرګ ژوبلې یا تاوانونه ئې نه دي اړولي .