IQNA

په جرمني کښې د جومات سپکاوی

16:25 - May 09, 2020
د خبر لمبر: 3483129
تهران (ایکنا) - د جرمني په کلن ښار کښې په یو جومات باندې د دوو نامعلوم کسانو برید او د دغه جومات دروازه په کاڼو ویشتلو سره دغه جومات ته تاوان رسیدلی دی.

د ترکې تي آر ټي څخه په نقل، په داسې حال کښې چې اته اونۍ کیېږي د کورونا له امله د جرمني په ښار کلن کښې له اسلامي ترکیې اتحادیې(دیتیب) سره تړلۍ دغه جومات د لمونځ کونکو لپاره بند دی، خو بیا هم د اسلام له مخالف بریدونه څخه دغه جومات په امان کښې نه دی.
د راپور پر اساس، د محلي وخت د شپې په یوه بجې او ۱۳ دقیقې دوه نامعلوم کسانو د دغه جومات په دروازې باندې کاڼو سره برید وکړ چې له امله یې دغه جومات ته تاوان ورسید، البته د دې برید پیښه د جومات پټو کیمرو ضبط کړې ده.
د شورو ایلر د جومات د انجمن مشر ابراهیم آلتون، په دې اړه خبر ورکړ: د جرمني پولیسو ته راپور ورکړی شوی او په دې اړه څیړنې دوام لري.
هغه ټینګار وکړ: د جومات مسؤلان غواړي دغه کسان دې زر تر زره ونیولی شی او محاکمه دې شي.
3897470

captcha