IQNA

د آسیا جنوب د داعش ترهګرې ډلې مشر په افغانستان کښې ونیولی شو

23:40 - May 11, 2020
د خبر لمبر: 3483135
تهران(ایکنا) - د افغانستان په پلازمه کښې د داعش ډلې یو شمیر چارواکي د دغه ډلې له اصلي مشر سره ونیولی شو.

له رویترز څخه په نقل، افغان حکومت وایي چې په سرښار کابل کې یې د داعش ډلې یو لوی مشر او د دې ډلې نور جګپوړي غړي نیولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) د شورا په دغه بیانیه کښې وایي: د ملي امنیت عمومي ریاست [اېن ډي اېس] د پولیسو د ۲۲۲ خاصو ځواکونو سره په ګډ عملیات کې د آسیا جنوب او د لېرې مشرق دپاره د داعش ترهګرې ډلې مشر ضیآ الحق مشهور په شیخ ابوعمر الخراساني نیولی دی. د دې عملیاتو په نتیجه کې د آسیا د جنوب په برخه کې د داعش ډلې د عامه اړیکو مسؤل صهیب او د استخباراتو مسؤل ابوعلي هم نیول شوي دي."
د داعش آسیایي جنوبي ډله د افغانستان په شمال کښې لږ غړي لري، خو تراوسه یې د دغه هیواد په پلازمینه کښې پراخ بریدونه ترسره کړې دي.
د سږکال د وري په شپږمه داعش د سیکانو په معبد(دارام شالا) باندې چې د کابل په لرغونې سیمه شوربازار کښې شتون لري برید کړی و چې ۲۵ کسان په کښې مړه و.
3898205

captcha