IQNA

د امام حسن علیه السلام د زوکړې په مناسبت د حضرت علي علیه السلام په حرم کښې قرآني محفل ترسره شو

0:33 - May 12, 2020
د خبر لمبر: 3483138
تهران(ایکنا) - د امام علي علیه السلام د حرم د قرآن کریم مرکز په دوه وروستو شپو کښې د امام حسن علیه السلام د زوکړې په مناسبت دوه قرآني محفلونه په انټرنټ کښې ترسره کړل.

له العتبه العلویة څخه په نقل، د حضرت امام علي علیه السلام حرم دوه قرآني محفلونه د حضرت امام حسن علیه السلام د زوکړې په مناسبت دوه شپې په انټرنټي پاڼه کښې ترسره کړې دي.
د امام علي علیه السلام د حرم د قرآن کریم برخې مشر امیر کسار وویل چې قرآني محفل لومړی شپه د امام علي علیه السلام د زیارت موذن او قاري سید هاني المسوي په تلاوت سره پيل شو او د نجف اشرف له علي الزبیدي قاري په تلاوت سره تر پای ورسید.
دویمه شپه هم د قرآن کریم محفل د بغداد له عامر الکاظمي او د نجف اشرف له قاسم الجبوري قاري په تلاوت سره پيل او د نجف اشرف له علي مسلم په تلاوت سره تر پای ورسید.
3898202

captcha