IQNA

افغانستان ته د ډالۍ شویو غنمو دویمه کشتۍ چابهار ته راورسیدله

23:07 - May 13, 2020
د خبر لمبر: 3483143
تهران(ایکنا) - د هندوستان له لورې افغانستان ته د ډالۍ شویو غنمو دویمه کشتۍ د ایران چابهار بندر ته رارسیدلې او د خالي کیدو کار یې پیل شوی دی.
د هندوستان له لورې افغانستان ته د ډالۍ شویو غنمو دویمه کشتۍ د ایران چابهار بندر ته رارسیدلې او د خالي کیدو کار یې پیل شوی دی.
د ایران د بندرونو او سمندري ټرانسپورټ د چارو لوې مدیر بهروز آقایي نن وویل چې د ۱۰ زره ټنه وزن لرونکې دغه جوپه په ۴۳۵ کنټینرونو سره په ایراني کشتۍ کښې د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر ته رارسیدلې ده.
آقايي زیاته کړه چې د دې جوپې وړومبۍ برخه د ۲۰۳ کنټینرونو او پنځه زره ټنه وزن سره، د اپریل په پنځلسمه نیټه د چابهار بندر ته رارسیدلې وه او په دولسو ورځو کښې په بشپړه توګه افغانستان ته ولیږله شوه.
تهران پښتو راډیو
captcha