IQNA

د سوریې په جوماتونو کښې به د اختر لمونځ په جماعت سره نه ترسره کېږي

17:31 - May 19, 2020
د خبر لمبر: 3483165
تهران(ایکنا) - د سوریې اوقاف وزارت د فطر د اختر لمونځ په اړه په یوه بیانیه کښې د دې هیواد په جوماتونو کښې د کورونا له ویروس سره مقابلې له امله د اختر لمونځ به په جماعت نه ترسره کېږي.

له سانا څخه په نقل، د سوریې د اوقاف وزارت د فقهي شورا، اعلان وکړ چې د دې هیواد په جومات کښې د اختر لمونځ په جماعت سره نه ترسره کېږي.
د دې شورا په بیانیه کښې راغلې چې د اختر لمونځ د کورونا له ویروس سره مقابلې او د خطر دفع کولو لپاره لمونځ به په جماعت سره نه کښېږي او د سوریې مسلمانان کولی شي د اختر لمونځ له خپلې کورنۍ سره په کور کښې ترسره کړي.
3899916

captcha