IQNA

په بیروت کښې د قدس په ورځ د شعر آنلاین غونډه

17:47 - May 19, 2020
د خبر لمبر: 3483167
تهران(ایکنا) - د قدس شریف لمانځلو موضوع باندې د شعر آنلاین غونډه په لبنان کښې د ایران په کلتوري ادارې کښې ترسره کېږي.

د رمضان المبارک د میاشتې په وروستۍ جمعه چې د قدس نړیواله ورځ ده، په لبنان کښې د ایران کلتوري سازمان د منتدي الفکر اللبناني انجمن په مرسته په آنلاین توګه د شعر غونډه د قدس په اړه ښکلې شعرونه، د ښارونو ښار او لومړۍ قبله په عنوان ترسره کېږي.
پدې غونډه کې برخه اخیستونکي شاعران، چې چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي، عبارت دې له: عماد محمد ابونعمة له غزې، مصطفى غافلی له ايران، بديع صقور له سوريې، منى البعزاوی له تونس، صادق سليمية له الجزائر، محمد صالح صرخو له كويت، محمدعلی الزهيری له عراق، ايهاب حمادة او دكتر طراد حمادة له لبنان.
د دې غونډې د ترسره کولو مشرې احمد شداد په غاړه ده او د دې آنلاین غونډې وخت او ځای د تهران په وخت د چهارشنبې په ورځ ۱۶:۳۰ بجې اعلان شوی.
مینه وال په دې آنلاین غونډه کښې د ګډون لپاره د Zoom Cloud Meeting ایپ په خپل موبایل کښې کښته کولو ورسته د ۲۷۵-۰۸۵-۸۹۴۹ رمز له ورکولو سره ګډون کولی شي.
3900012

captcha