IQNA

فلم/ ټول مسلمانان د قدس او فلسطین په اړه مسئولیت لري

14:52 - May 22, 2020
د خبر لمبر: 3483169
تهران (ایکنا) - په تهران کښې د فلسطین سفیر د قدس نړیوالې ورځ په مناسبت وویل: د قدس او فلسطین په اړه ټول مسلمانان مسئولیت لري او باید له فلسطین سره مرسته وکړي، ځکه چې خدای له به یې ځواب ورکوي.

د دغه پیغام ویډیو چې د قدس د نړیوالې ورځ له ایکنا سره په مرکه کښې بیان شو او فلم به یې په دوام کښې وړاندې کړو څه دارنګ دی:
خدای دې د قدس د ورځې په مالک رحم وکړي، همداشان خدای دې رحم وکړي په هاشمي رفسنجاني او شیهد رجایي، باهنر، بهشتي، مطهري او ټولو شهیدانو باندې چې له اسلامي جمهوري مقدسې ځمکې فلسطین، کرانه باختري، غزې پټی او قدس شریف څخه یې دفاع کړې.
ان شاء الله چې له خپلې ژمنې سره به وفا وکړو او په قدس او فلسطین کښې به د الله په اذن بریالي شو، ټول مسلمانان د قدس او فلسطین په اړه مسئولیت لري او باید له فلسطین سره مرسته وکړي.
هر څوک چې پیسه لري نو مالي مرسته وکړي او هر څوک چې وسله لري په وسلې سره مرسته وکړي، که څوک دیپلماټیک توان لري له دغه لارې دې مرسته وکړي چې ټول یو او متحد شو.
باید دا مسئله مهمه وګڼو مونږ ټول د خدای په وړاندې مسئولیت لرو او خدای له له مونږ څخه د دې مسئولیت په اړه او د قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه ټاکلو په اړه پوښتنه کوي.
د قیاومت په ورځ به له مونږ څخه پوښتلې شي چې د قدس د اسرائیلو د پلازمیني په توګه اعلانولو په وخت مو څومره شهیدان ورکړل؟ د کرانه باختري ځمکې له نیولي شوې ځمکو سره د یو کولو مو څومره مخالفت کړې و او همداشان له قدس، غزې پټی، بحر المیت او نورو سیمو څخه مو څومره دفاع کړې وه؟
هرڅوک که په خپل امکاناتو سره د فلسطین مرسته و نکړي، ګناهګار دي، هیله ده چې هرڅوک به د فلسطین لویه ورځ ولمانځي او دا ښار به ازاد شي.
له خدایه غواړم چې مونږ د قدس د لارې په شیهدانو کښې شمیر کړي.

3900423

captcha