د افغانستان دعالمانو د عمومی شورا یوه مسئول مقام مولوي عطا ا... لودین نن په یولړ څرګندون کې دخدي بخښلي مولوی قیام الدین کشاف دمړینې علت د عمر ډيروالی بللی دی .
مولوي قیام الدین کشاف کابو له لسو کلونو راهسې د افغانستان د عالمانو دعمومي شورا مشر ؤ .
د افغانستان د عمومی عالمانو شورا له شیعه او سني عالمانو جوړه یوه عمومی شورا ده چې د افغانستان په سیاسی او ټولنیزو بدلونونو کې اغیزشیندونکي عمومی شورا ده .
د خداي بخښلي مولوي صیب مړینه د افغانستان ولس په تیره بیا دعالمانو ټولنې دروند تاوان دی او خداي دې وکړي چې دغه تشه همداراز په زړه سوانده عالمانو سره ډکه شي .
https://parstoday.com