د امام حسین علیه السلام سپیځلي حرم د اطلاع ورکولو برخې مشر مهندس عبدالحسن محمد وویل: د حرم د ګنبد دننه هیندارو لګولو کار او د حرم د ټولو برخو کار تر پای ورسید.
د راپور له مخې، په دغه کښې کاره شوې هینداره تر ټولو ښه هینداره ده چې له بیلابیلو موسمونو سره سمون لري او تر اوسه دوزره پنځه سوه متر مربع دغه هینداره لګولې شوې ده.
هغه زیاته کړه: د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم د ګنبد دننه د هیندارو لګولو کار عراقیانو په خپله چې د هیندارې په کار کښې پرمختګه مهارت لري ترسره کړې دی.
3901217